Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم په افغانستان کې آیفون ۷ او آیفون ۷ پلس وړاندې کوي

کابل، افغانستان ـ نوامبر ۱۵، ۲۰۱۶ ـ افغان بېسیم مخابراتي شرکت

(www.afghan-wireless.com) په افغانستان کې تر ټولو مخکښ مخابراتي شرکت او د اپل کمپنۍ يواځېني انحصاري شرکت په توګه، خپلو مينه والو ته د آیفون آیفون ۷ او آیفون ۷ پلس نوي او پرمختللي موبايلونه وړاندې کړل.

د آيفون 7 او آيفون 7پلس موبايلونه د آيفون له پرمختللو موبايلونو څخه دي چې داځل په نوي نوښتونو؛ لکه: د کمرې پرمختللی سېسټم، پياوړې بټرۍ او همداشان د اوبو، خاورو او دوړو ضد سېسټم سره بازار ته وړاندې شوي دي.

د افغان بېسیم پېرودونکي به ډېر ژر وتوانیږي چې د آيفون 7 او آيفون 7پلس موبايلونه په ۳۲جي بي، ۱۲۸ جي بي او ۲۵۶ جي بي کې ترلاسه کړي.

” د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رهبري په افغانستان کې د اپل کمپنۍ او آیفون موبایلونو د لومړني جواز لرونکي شرکت په توګه کار کوي، یعنې مونږ خپلو درنو پېرودونکو ته د نړۍ تر ټولو پرمختللي موبایلونه، چې د نوښتونو سره مل دي، وړاندې کوو“دا خبره ښاغلي امین رامین؛ د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رئيس وکړه. ښاغلي رامين زياته کړه: ”افغان بېسیم پېرودونکو ته د آیفون ۷ او آیفون ۷ پلس وړاندې کول زمونږ له وروستیو بریالیو هڅو څخه شمېرل کیږي او زمونږ دا هڅه، افغانانو ته د نښلونې تر ټولو پیاوړې لار ده، چې یو بل او نړۍ سره یې نښلوي. “

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، چې په ۲۰۰۲ ز. کال کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو. افغان بېسیم له پنځه ميلیونو څخه زياتو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته، چې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  لوړ غږ، انټرنېټ او موبایل بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

iphone-7-awcc

ښاغلی امین رامین؛ د افغان بېسیم رئيس، په افغانستان کې د لومړني آیفون ۷ د پرانېستلو پر مهال

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube