کندهار، افغانستان ــ۲۰۲۱ فبروری-۱۸
افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه میلیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4.75G+ LTE ستر چمتو کوونکی خپله نوې رسمي څانګه د کندهار ښار حبیبی واټ کې پرانیسته.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رهبري د ښاغلي ډاکتر احسان الله (بیات) د افغان بیسیم بنسټ اېښودونکي په مشرۍ د یادې پروژې له ټول ټیم څخه د هغوی لاسته راوړنو لپاره ستاینه وکړه، همدا راز د پېرودونکو د تجربو لوړولو، هغوی ته ځانګړې پاملرنې او د نوموړې پروژې پر استراټیژیک اهمیت ټينکار وکړ.
”افغان بېسیم په هېواد کې د 4G LTE شبکې تر ټولو ستره او پرمختللې شبکه ده “
دا خبره ښاغلي احسان الله بیات وکړه. ”افغان بېسیم مخابراتي شرکت به د خپلو رسمي څانګو او په مخابراتي سکټور کې پراختیا ته دوام ورکړي ــ تر څو زمونږ مخابراتي خدمتونه، د مبایل له لارې بانکي خدمتونه او نوې آسانتیاوې ټول افغانستان کې هر افغان ته په مناسبه بیه د لاسرسي وړ وي.“
د افغان بېسیم په اړه:
افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. افغان بېسیم په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر (www.bayat-group.com) ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري