د نړۍ له هر ګوټ څخه په آنلاین ډول!
افغان بیسیم مخابراتي شرکت تل هڅه کوي چې د خپلو ډیجیټلي او آنلاین خدمتونو د پراختیا او وړاندې کولو له لارې، در نو پیرودونکو ته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لا آسانه کړي او داسې فرصت برابر کړي، چې مشتریان وکولای شي د وخت او ځای له محدودیت څخه پرته ، هر وخت او هر ځای کې خپلو اړینو خدمتونو ته بشپړ لاسرسی ولري.
د E-Tohfa وېبپاڼه، د دې خدمت له لارې، هغه ګران هېوادوال چې له هېواده بهر ژوند کوي، کولای شي په آسانۍ، چټکۍ او آنلاین ډول په افغانستان کې له خپلو کورنیو او دوستانو سره مرسته وکړي او له هغوی سره خپلې اړیکې وساتي.
له خپلو عزیزانو سره چې مونږ ته ارزښت لري واټن باید ددې خنډ ونه ګرځي ترڅو مونږ خپل مینه ورسره شریکه کړو.د E-Tohfa وېبپاڼې له لارې، درانه کاروونکي کولای شي د نړۍ له هر ګوټ څخه په آنلاین ډول په افغانستان کې خپلو کورنیو او دوستانو ته د موبایل کریدیټ، انټرنېټي او غږیزو کڅوړو پېرلو او لېږد آسانتیا ترلاسه کړي.
دا خدمت له هېواده بهر مېشتو هېوادوالو سره مرسته کوي، څو هر وخت او هر ځای په افغانستان کې د خپلو عزیزانو د اړیکو اړتیاوې پوره کړي او له هغوی سره په تماس کې پاتې شي.
د خدماتو کارولو لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړئ:
etohfa.afghan-wireless.com