کابل، افغانستان ــ نومبر ۱۲، ۲۰۱۷ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)
د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په هرات ښار کې دوه برابره کړ، افغان بېسیم دا ځل خپل د 4G/LTE خدمات په هرات ښار کې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱ نیټه پرانیستل.
هرات ښار ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4G LTE شبکې پراختیا د دې شرکت د توان ، پرمختګ او د هېواد په کچه د چټکو مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ښه نښه ده.
په کابل کې له 4G/LTE خدماتو څخه اوه میاشتې وروسته دا دی اوس د دې شبکې دا خدمات په هرات ښار کې وړاندې کیږي.
همدا راز، افغان بېسیم په هېواد کې یواځېنی شرکت دی چې په چټکۍ سره وتوانید خپلو پېرودونکو ته د 4G/LTE خدمات وړاندې کړي.
هرات ښار کې د افغان بېسیم 4G/LTE خدمات د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شول چې په دې مراسمو کې د افغان بېسیم لوړپوړو چارواکو او د هرات سیمه ییز دفتر کارکوونکو ګډون درلود.
”هرات ښار کې د 4G/LTE شبکې پرانیستنه د دې شبکې د پېرودونکو د غوښتنو پشپړولو له پاره د افغان بیسیم د مثبتې ارادې یو ښه ځواب دی او دا شرکت تل هڅه کوي چې خپلو پېرودونکو ته د هېواډ په ګوټ ګوټ کې چټک او پرمختللي خدمات وړاندې کړي.“
دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.
د افغان بېسیم په هکله:
افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.
افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.
دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.