کابل، افغانستان ــ۲۰۱۹ سپټمبر-16
افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت دا ځل د تفریحي برخې خدمتونه (https://fun.afghan-wireless.com), پیل کړل، نوې ډیجیټلي لوبې او خدمتونه چې اوس د افغان بېسیم ټولو پېرودونکو له پاره د لاسرسي وړ دي.
د افغان بېسیم د لوبو برخه، افغان بېسیم پېرودونکو ته تر ټولو وروستي او غوره ډیجیټلي لوبې خدمتونه وړاندې کوي لکه؛ د لوبو، ویډيو ګانو، موسیقي او وال پیپر. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي کولای شي د افغان بېسیم تفریحي یا د لوبو خدمتونو ته له خپلو مبایلونو د لاندینیو کوډونو په استولو لاسرسی پیدا کړي.
د افغان بېسیم د تفریح برخې خدمتونه: فعالول، غیر فعالول او د خدمت لګښتونه:
شارت کوډ | کڅوړې | بیه | په اتوماته بیه نوي کېدل |
372 | ورځنۍ | 2 افغانۍ | هو |
372 | اونیزه | 10 افغانۍ | هو |
372 | میاشتنۍ | 30 افغانۍ | هو |
د محتویاتو ډاونلوډول | لګښتونه |
آنلاین ګېمونه/لوبې | نامحدوده وړیا د ګډون |
د ګېم/لوبو ډاونلوډول | له ګډون وروسته ۲۰ ګېمونه وړیا دي او له ۲۰ وروسته په هرې لوبې به ۱ افغانۍ لګښت راشي |
د وېډیو ډاونلوډول | د یوې ویډیو بیه ۳ افغانۍ |
د وال پېپر ډاونلوډ | د یو وال پېپر ډاونلوډ بیه ۱ افغانۍ |
کڅوړه | فعالول | غیر فعالول |
ورځنۍ | پیغام پاڼه کې F1 ولیکئ او 372 ته یې واستوئ | پیغام پاڼه کې Stop ولیکئ او 372 ته یې واستوئ |
اونیزه | پیغام پاڼه کې F2 ولیکئ او 372 ته یې واستوئ |
پیغام پاڼه کې Stop ولیکئ او 372 ته یې واستوئ |
میاشتنۍ | پیغام پاڼه کې F3 ولیکئ او 372 ته یې واستوئ | پیغام پاڼه کې Stop ولیکئ او 372 ته یې واستوئ |
”مونږ د افغان بېسیم د تفریحي یا لوبې برخې خدمتونو پیل له پاره ډیر خوشحاله یوو، او موږ ډاډمن یوو چې دا به ډېر ژر د افغانستان تر ټولو غوره مقصد ته په نني رقابتي ګېمونو او لوبو کې خپل ځای پیدا کړي.“ دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د افغان بېسیم او بیات ګروپ عمومي مشر وکړه.
د افغان بېسیم په اړه:
افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر (www.bayat-group.com) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.