Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت افغانستان کې په لومړي ځل د کرېډېټ پور ورکولو پروګرام پیل کړ او په دې سره به وړ پېرودونکي له مخابراتي خدمتونو بې برخې نشي.

کابل، افغانستان ــ۲۰۱۹ سپټمبر-16

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل پېرودونکو ته نوې مخابراتي آسانتیاوې د کرېډېټ پور ورکولو په پیلولو سره وړاندې کوي، دې خدماتو په کارولو سره به هغه پېرودونکي چې په خپل حساب کې کمې پیسې لري د مخابراتي خدمتونو پریکون څخه خلاص شي.

د افغان بېسیم د کرېډیټ پور ورکولو خدمتونه ــ افغانستان کې په لومړي ځل پرمختللي خدمتونه د افغان بېسیم وړ پېرودونکو ته چې په خپل حساب کې ۲ افغانۍ او یا له هغه کم کرېډیټ ولري.

پېرودونکي چې په خپل حساب کې ۲ افغانۍ او یا له هغه کم کرېډیټ ولري هغوی به یو پیغام ترلاسه کړي، له هغوی به غوښتنه وشي چې د پور په توګه کرېډيټ واخلي. پېرودونکي کولای شي یو کوډ ته په ځوابولو لنډ لیکلی پیغام واستوي. کله چې د ځوابولو کوډ ترلاسه شو، د پور په توګه کریډېټ به د پېرودونکي حساب ته واستول شي.

د کرېډېټ پور به د پېرودونکي د افغان بېسیم سیمکارټ کریډيټ ډېرولو تاریخچې له مخې ترسره کیږي. پېرودونکي به خپل د پور کرېډېټ هغه مهال بیرته ورکړي چې  خپل افغان بېسیم حساب کې کریډيټ ډیر کړي.

د افغان بېسیم د کرېډېټ پور ورکولو خدمتونه هغو پېرودونکو له پاره د لاسرسي وړ دي کوم چې د ۹۰ ورځو له پاره د افغان بېسیم پېرودونکو په توګه پاتې شوي وي او د درې پرله پسې میاشتو له پاره یې په خپل حساب کې لږ تر لږه ۱۵۰ افغانۍ کریډېټ ډېر کړي وي.

”د افغان بېسیم د کرېډیټ پور خدماتو سره به زمونږ پېرودونکي نه پرېکېدونکو او تر ټولو پرمختللیو مخابراتي شبکې ته صرفنظر له دې چې په حساب کې څومره بیلانس دي لاسرسی پیدا کړي.“

دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د افغان بېسیم او بیات ګروپ عمومي مشر وکړه. ښاغلي بیات زیاته کړه: ”مونږ اراده لرو چې خپلو پېرودونکو ته تر ټولو نوي، د لاسرسي وړ او مناسب مخابراتي خدمتونه وړاندې کړو او دا د افغان بېسیم مخابراتي شرکت ژمنه ده چې افغانان له یو بل او نړۍ سره ونښلوي.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube