Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د کرکټ مخکښ لوبغاړی راشد خان د خپل سوداګریز سفیر په توګه اعلانوي

کابل، افغانستان – اپریل-22، 2024– افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com)، د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت او په افغانستان کې د موبايل مخابراتي خدمتونو بنسټ اېښودونکی چې له 5.5 څخه زیاتو پیرودونکو او سوداګرو ته غږيز، انټرنېټي او د موبايل له لارې د بانکدارۍ خدمتونو د مخکښ شرکت په توګه،  افغان مخکښ لوبغاړی راشد خان د خپل سوداګریز سفیر په توګه اعلانوي او دا تړون د 2024 کال د اپریل په 22 په هندوستان هیواد کې لاسلیک شو. 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د سوداګریز سفیر په توګه د راشد خان ټاکنه په ښکاره ډول د دې څرګندونه کوي چې هغه زموږ له لید سره په بشپړه سمون لري. راشد خان د هېواد یو ځوان او پیاوړی کرکټر دی چې د کرکټ په ډګر او ټولنیز ژوند کې ښه ځلیدلی دی. نوموړی د افغانستان او نړۍ ځوان نسل لپاره یو مثبت الهام دی چې هغوی هم له دې لارې خپلو هیلو ته ورسیږي. 

 

راشد خان د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د سوداګریزو هیلو د انځورګر په توګه په خپل مهارت سره لکه څرنګه یې چې د کریکټ په ډګر کې نړۍ ته وړاندې کړی دا دی اوس په ګډه سره غواړو چې له دې لارې، راشد خان د افغان بېسیم کاروونکو ته دا الهام ورکړي ترڅو ننګونو ته د بریالیتوب د فرصت په توګه وګوري نه د ستونزو په توګه. راشد خان په نړیوال کرکټ کې د افغانستان په وده کې مهم رول لوبولی او موږ باور لرو چې د ټلویزیونونو، چاپی رسنیو، اعلاناتو او د ټولنیزو رسنیو له لارې د هغه استازیتوب به د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د سوداګریز نښان، محصولاتو او وړاندیزو په پراختیا او ځای کې بدلون راولي. 

دا په زړه پوری انتخاب د افغان بېسیم کورنۍ ته  ثابتوي چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت د درنو پیرودونکو په خوښې سره کار کوي ترڅو وکولی شي هغوی د لومړۍ درجې مخابراتي خدماتو، محصولاتو او د خپل نوښتګر چلند پرمټ خوښ او ډاډمن وساتي! 

افغان بیسیم مخابراتي شرکت ډیر خوښ دی او ویاړي چې راشد خان یې د خپل نوي سوداګریز سفیر په توګه وټاکه، افغان بیسیم د راشد خان شهرت او ملي ویاړ احساس درک کوي، کریکټ سره د هغه د لیوالتیا په برخه کې د نوموړي کړنې او محنت مني چې د هیواد لپاره یې ډیرې بریاوې او خوښۍ راوړي دي. 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د عامل پلاوي رئیس ښاغلي علي الله سروري وویل: افغان بیسیم مخابراتي شرکت ډېر خوښ او ژمن دی چې افغانانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او د دوی ژوند کې خوښي راولي. 

ښاغلي سروري زیاته کړه: دې ملګرتیا له مخې افغان بیسیم مخابراتي شرکت هوډ لري چې د ټکنالوژيکي پرمختګونو او بدلون راوستونکو نوښتونه ته چې په افغانستان کې د مخابراتو راتلونکې جوړوي او د خلکو په ګټه دي، دوام ورکړي. 

راشد خان، د کرکټ په نړۍ کې یو له مخکښو ستورو، د افغانستان د T20 یا شل اوریز کرکټ لوبډلې کپټان/لوبډل مشر او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سوداګریز سفیر، داسې یې وویل: “ په مخابراتي ډګر کې افغان بیسیم یو له غوره برانډونو څخه دی چې ما پرې تل باور درلود او دا شرکت  په دې برخه کې مخکښ و، زه هیله لرم چې مونږ په ګډه سره وتوانیږو په هیواد کې د ډیجیټلي امکاناتو پر مټ ډېرو خلکو سره مرسته وکړو چې یو بل سره اړیکه ونیسي، خلک وهڅوو ترڅو ډیر څه زده کړي له خپلو وړتیاوو ډیره ګټه پورته کړي او تجربې لا پراخې کړي. 

 

ډیرو جزییاتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ. 

https://www.facebook.com/myawcc/ 

 

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په اړه: 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او په ۳۴ ولایتونو کې د ستر مایکرویف بکبون په درلودلو سره، خپل د د جوړښت ۲۵ مه کالیزه یې د ۲۰۲۳ کال د آګست په ۸ ولمانځله، دا شرکت د Asian Telecom Awards 2024 له لوري د کال غوره جایزې ګټونکي په توګه وپیژندل شو او یاده معتبره جایزه د 2024 کال د فیبرورۍ په 29 په سینګاپور هیواد کې افغان بیسیم ته وسپارل شوه. مونږ په افغانستان کې د 4G LTE  خدمتونو لومړنی شرکت، د راڼه غږ وړاندې کوونکی او د اپل له لوري تصدیق شوې شبکه یو 

له کابو دوه لسیزو را په دیخوا، افغان بېسیم مخابراتي شرکت، د خپل نوښت پرمټ، په نړیواله کچه د راڼه غږ خدماتو په وړاندې کولو، د4.75G+انټرنېټ په درلودلو او د مبایل له لارې د پیسو ورکړې خدمتونو په چمتو کولو سره په مخابراتي مارکیټ کې په چټکه وده کړې. مونږ یواځېنۍ مخابراتي شبکه یو چې د افغانستان ټول ولایتونه مو د خپل مایکرویف او نوري فایبر بکبون سره پوښلي دي. 

همدا راز مونږ په لویو لارو لکه؛ کابل ـ هرات، کابل ـ مزار شریف، کابل ـ تورخم، مزارـ هرات او کابل – فیض آباد کې دوامداره مخابراتي پوښښ آسانتیاوې وړاندې کوو. 

تر اوسه پورې افغان بېسیم مخابراتي شرکت له ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډيره پانګونه کړې او په دې سره یې د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې رغنده رول لوبولی دی، دې شرکت ۷،۵۰۰ څخه ډیرو کسانو ته په مستقیمه او ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته په غیر مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر کړي. 

نن مونږ له ۵،۵ میلیونو څخه ډیر پېرودونکي لرو چې زمونږ له خدمتونو څخه رضایت لري او مونږ هره ورځ له ۵.۵ میلیونو څخه ډيرې اړیکې مدیریت کوو، میلیونونو افغانانو سره مرسته کوو چې نړۍ سره ونښلول شي. 

راځئ چې په ګډه سره د خپل هېواد وياړمن اتل، راشد خان ته ښه راغلاست ووايو! 

د ښاغلي راشد خان په اړه د پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د Arrow Sports and Entertainment  له اجرایوي مشرې او د ښاغلي راشد خان مدیرې آغلې جیوتي بنډل سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ نوموړې سره په لاندې برېښنالیک اړیکه ونیسئ. jyotibundel@arrowsportsentertainment.in 

 

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube