Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د Asian Telecom Awards 2024 له لوري د کال غوره جایزه وګټله

کابل، افغانستان – مارچ-01، 2024– افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com)، د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت او په افغانستان کې 5. د موبايل مخابراتي خدمتونو بنسټ اېښودونکی چې له 5.5 څخه زیاتو پیرودونکو او سوداګرو ته غږيز، انټرنېټي او د موبايل له لارې د بانکدارۍ خدمتونو د مخکښ شرکت په توګه يې يوځل بيا اعلانوي چې دا شرکت د Asian Telecom Awards 2024 له لوري د کال غوره جایزې ګټونکي په توګه وپیژندل شو او یاده معتبره جایزه د 2024 کال د فیبرورۍ په 29 په سینګاپور هیواد کې افغان بیسیم ته وسپارل شو. 

پرمختللې ټیکنالوژي، عصري شبکه، ټولنیز خدمتونه او د بشردوستانه مرستو چمتو کول ټول هغه څه ول چې افغان بېسیم یې په افغانستان کې د دې معتبرې جایزې د مخکښه شبکې او ګټونکي شرکت  په توګه غوره بللی دی. 

دې سترې جایزې په ګټلو سره دا ثابته شوه چې افغان بېسیم په خپل نوښت سره تل د خپلو ګرانو پیرودونکو د رضایت په موخه هلې ځلې ترسره کوي او هڅه کوي چې هغوی ته ترټولو غوره خدمتونه او مخابراتي محصولات وړاندې کړي. 

د یادونې وړ ده چې دا ستره لاسته راوړنه د خپلو ژمنو همکارانو له نه ستړي کیدونکو هلو ځلو، زموږ د قدرمنو پیرودونکو له باور او وفادارۍ پرته ممکنه نه وه. 

موږ ډیر خوښ یو چې په افغانستان کې خپلې ټولنې ته له نوښت سره مل حل لارې او د ځانګړو خدمتونو چمتو کولو ته دوام ورکړو ترڅو ګران ګډون وال وکولی شي د افغانستان دننه او بهر له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې اوسي. اوس د دې شرکت فېسبوک پاڼه د افغانستان یو له خوښوونکو ټولنیزو پاڼو څخه شمیرل کیږي چې نږدې 6 میلیونه څارونکي لري و له بیلابیلو محتویاتو څخه چې مونږ یې هغوی ته چمتو کوو، ورڅخه خوند اخلي.  

موږ به په ګډه سره مخ په وړاندې ځو او په افغانستان کې د مخابراتو غوره راتلونکي ته دوام ورکړو. 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د عامل پلاوي رئیس ښاغلي علي الله سروري وویل: د ډیټا په لیږد کې هیڅ ډول لاسوهنه نه شي کیدای او حتی په راتلونکي کې به هم د نوري فایبر شبکه د هیواد له پولو بهر پراخه کړو او افغانستان له ختیځې اروپا سره ونښلوو. 

ښاغلي علي الله سروري وویل:مونږ ویاړو چې دا معتبره جایزه مو له Asian Telecom Awards 2024 څخه ترلاسه کړه.  د دې سترې جایزې په ګټلو سره دا څرګنده شوه چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت درنو پیرودونکو ته د  مخابراتي ټکنالوژیکي خدمتونو، غوره محصولاتو او ډیجیټلي آسانتیاوو په وړاندې کولو کې هیڅ راز هلې ځلې نه سپموي. ښاغلي سروري زیاته کړه: مونږ د مخابراتي صنعت په برخه کې د ځانګړو تجربو وړاندې کولو او د نوښت رامنځته کولو ته ژمن یو، افغان بیسیم مخابراتي شرکت د خپلو تجربو، ټکنالوژیکي پرمختګونو او د نوښتونو په کارولو سره چې د افغانستان مخابراتي راتلونکې د خلکو په ګټه رسوي، دوام ورکوي . 

ډیرو جزییاتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ. 

https://www.facebook.com/myawcc/ 

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په اړه: 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او په ۳۴ ولایتونو کې د ستر مایکرویف بکبون په درلودلو سره. مونږ د 4G LTE  خدمتونو لومړنی شرکت، د راڼه غږ وړاندې کوونکی او د اپل له لوري تصدیق شوې شبکه او په افغانستان کې د +400 وای فای هاټسپاټ لرونکې شرکت یو 

له کابو دوه لسیزو را په دیخوا، افغان بېسیم مخابراتي شرکت، د خپل نوښت پرمټ، دا شرکت په نړیوال کچه د راڼه غږ خدماتو په وړاندې کولو، د4.75G+انټرنټ په درلودلو او د مبایل له لارې د پیسو ورکړې خدمتونو په چمتو کولو سره په مخابراتي مارکیټ کې په چټکه وده کړې. مونږ یواځېنۍ مخابراتي شبکه یو چې د افغانستان ټول ولایتونه مو د خپل مایکرویف او نوري فایبر بکبون سره پوښلي دي. 

همدا راز مونږ په لویو لارو لکه؛ کابل ـ هرات، کابل ـ مزار شریف، کابل ـ تورخم، مزارـ هرات او کابل – فیض آباد کې دوامداره مخابراتي پوښښ آسانتیاوې وړاندې کوو. 

تر اوسه پورې افغان بېسیم مخابراتي شرکت له ۵۰۰ میلیونو ډالر څخه ډيره پانګونه کړې او په دې سره یې د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې رغنده رول لوبولی دی، دې شرکت ۶۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته په غیر مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر کړي. 

نن مونږ له ۵ میلیونو څخه ډیر پېرودونکي لرو چې زمونږ له خدمتونو څخه رضایت لري او مونږ هره ورځ له ۵.۵ میلیونو څخه ډيرې اړیکې مدیریت کوو، میلیونونو افغانانو سره مرسته کوو چې نړۍ سره ونښلول شي. 

 

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube