Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت فراه ښار کې خپلو 4G LTE خدماتو ته پراختیا ورکړه

افغان بېسیم، افغانستان کې د 4G LTE یواځېنی وړاندې کوونکی د هېواد تر ټولو چټکه او د ټکنالوژۍ پرمختللې شبکه

کابل، افغانستان ــ فېروري ۵، ۲۰۱۸ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) ، د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په فراه ښار کې دوه برابره کړ، افغان بېسیم دا ځل خپل د 4G/LTE خدمات په فراه ښار کې پرانیستل.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په هېواد کې 4G LTE  مخابراتي خدماتو لومړنی شرکت دی.

فراه ولایت ته د 4G/LTE خدماتو چټکې شبکې پراختیا د افغان بېسیم د 4G LTE شبکې د اندازې او ظرفیت دوه برابره کول دا څرګندوي چې د نړۍ په کچه د افغانانو نړیوالې اړیکې چټکې دي او بازار د پرمختللیو او چټکو خدماتو له پاره د چټکۍ او پراخېدو په حال کې دی.

”فراه ښار کې د افغان بېسیم 4G/LTE شبکې پرانیستنه د دې شبکې د پېرودونکو د غوښتنو پشپړولو له پاره د افغان بیسیم د مثبتې ارادې یو ښه ځواب دی او دا شرکت تل هڅه کوي چې خپلو پېرودونکو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې چټک، ډاډمن او پرمختللي مخابراتي خدمات وړاندې کړي.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

نوموړي زیاته کړه: ”  افغان بېسیم ژمن دی چې د 4G/LTE شبکې خدماتو ته پراختیا ورکړي او موږ به خپل تاریخي دریځ د افغانستان لومړني مخابراتي شرکت په توګه چې افغانان له یو بل او نړۍ سره نښلوي په کلکه وساتو.“

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube