Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په فراه ولایت کې د 3G چټک خدمات وړاندې کوي.

له ۱۰۰،۰۰۰ تنو څخه ډېر پېرودونکي به تر ټولو چټک، په نړیواله کچه د راڼه غږ خدمات او انترنټي آسانتیاو ته لاسرسی پیدا کړي.

کابل، افغانستان ــ نوامبر ۹، ۲۰۱۵ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com) ،

 

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت او په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دا شرکت له ۴،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو سوداګرو او مستهلکینو او پېرودونکو ته د غږ او انترنټي خدمات وړاندې کوي. افغان بېسیم خپلو ګرانو پېرودونکو ته خبر ورکوي چې دې شرکت خپل 3.75G چټک انترنټي خدمات فراه ولایت ته ورسول.

فراه ولایت کې د افغان بېسیم تر ټولو چټک 3.75G انترنټي خدمات د دې ولایت او د افغان بېسیم لوړ پوړو چارواکو له لوري د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې پرانیستل شول.

 

فراه ولایت کې په لومړي ځل سره د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له لوري د چټک 3.75G خدماتو وړاندې کول د افغانستان د مخابراتي خدماتو په برخه کې د افغان بېسیم غوره رهبرۍ ښکارندوی کوي. افغان بېیسم یواځینی مخابراتي شرکت دی چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې خدمات وړاندې کوي او دا یواځې هغه شرکت دی چې د افغانستان په سترو ښارونو کې تر ټولو چټک 3.75G خدمات وړاندې کوي.

 

همدا راز اوس د افغان بيسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي کولای شي فراه ولایت کې د 3.75G چټکو انترنټي خدماتو څخه ګټه پورته کړي او وبه توانیږي چې ستر حجم لرونکي معلومات ترلاسه یا واستوي او یا د افغان بېسیم 3.75G چټکو انترنټي خدماتو په کارولو سره هر څه ژر ډاونلوډ او یو له بل سره معلومات شریک کړي.

 

سربیره پر دې، اوس په فراه کې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډېر مستهلکین او سوداګر کولای شي چې له اتو خدماتو څخه یو په خپله خوښه وټاکي، د افغان بېسیم راڼه غږ خدماتو له لارې په طبیعي توګه خبرې وکړي، همدا راز د افغان بېسیم ګران پېرودونکي به وکولای شي چې ستر حجم لرونکي معلومات ترلاسه کړي یا واستوي او یا د افغان بېسیم 3.75G چټک پراخه بانډ خدماتو په کارولو سره هر څه ژر ډاونلوډ او یو له بل سره معلومات شریک کړي.

ګران پېرودونکي دې د لا ډېرو معلوماتو له پاره د شرکت په بیاځلي توګه پوښتنې په لاندینۍ پته ولولي.

http://afghan-wireless.com/internet-3g2g/3g-internet/3g-faqs/

 

” د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چټک 3.75G خدمات او تر ټولو نوي مخابراتي امکانات زمونږ له وروستیو پرمختګونو څخه دي چې د افغانستان په سترو ښارونو کې په لاره اچول کیږي“دا خبره په سویل لویدیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مشر ښاغلي الحاج احمد شاه لمر وکړه. په افغانستان کې هیڅ مخابراتي شبکه د افغان بېسیم پراخ پوښښ، د شبکي پیاوړو جوړښتونو او نویو ټکنالوژۍ سره سیالي نشي کولای“

 

د افغان بېسیم په هکله:

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 

 

 

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube