Afghan Wireless Logo
Search

د افغانانو نښلونه: څنګه چې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت ټکنالوژي افغانانو له پاره نوې ټولنې، نوې تجربې او نوي فرصتونه وړاندې کوي

کابل، افغانستان ــ اکتوبر ۲۳، ۲۰۱۹ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com) ،

په افغانستان کې لومړنی مخابراتي شرکت، چې افغانانو ته یې مخابراتي او نورې ټولنیزې مرستې وړاندې کړي او دا دی اوس د افغانانو نښلونې,’ تر سر لیک لاندې نوی سوداګریز کمپاین پیل کړی.

دا د لیدو وړ اعلانونه په څلورو کلتوري نښو ولاړ دي: خواړه، کورنۍ، موسیقي او ورزش، د افغانانو نښلونه  څرګندوي چې څنګه په میلیونونه افغانان د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له ټکنالوژي څخه په خپل ټلیفونونو کې له خدمتونو ګټه پورته کوي ــ تر څو د ټولنې پیاوړې نښلونې او ګډې تجربې جوړې کړي. یوه اړیکه شتون لري, افغان بېسیم مخابراتي شرکت د افغانانو د نښلونې په موخه د لیدو وړ سوداګریزو اعلانونو کمپاین پیل کړ، یاد اعلانونه د هېواد په پنځو بیلابیلو سیمو کې جوړ شوي، د دې له پاره چې د افغانستان رپانده فرهنګي توپیر په ۲.۳۸ دقیقه یي ویډیويي کلیپ کې نندارې ته وړاندې کړي،هغه بڼه، چې په نړیوالو اعلانانو کې په نادره توګه کارول شوې.

یوه اړیکه شتون لري، سوداګریز اعلان؛ په دې سره خلک توانیږي چې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له آسانتیاوو څخه ګټه پورته او ټولنې جوړې کړي، داسې ځای کې چې خلک په ګډه سره خپلې خوښۍ، هیلې او د افغانستان بډایه او توپیر لرونکی کلتوري میراث لمانځي.

همدا راز د افغان نښلونې کمپاین دا ثابتوي چې ټکنالوژي څنګه خلکو ته د دې ځواک ورکوي ترڅو انفرادي استعدادونو، ځواک او تجربې خدمت ته وړاندې کړي او هغوی به هره ورځ په دې لار کې هڅه وکړي چې یو بل سره پیاوړې اړیکې، پیاوړې ټولنې او د هېواد له پاره پیاوړی او یو لاس راتلونکې جوړه کړي.

سربېره پر ټلویزیوني اعلانونو، افغان بېسیم مخابراتي شرکت به د افغان نښلونې پیغامونه؛ خپل ویب سایټ، مبایل او ټولنیزو رسینو له لارې خپاره کړي.

”زمونږ د افغان نښلونې کمپاین څرګندوي چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت څنګه افغانان دې ته هڅوي او پیاوړي کوي تر څو د مخابراتي ټکنالوژي په مرسته پیاوړې ټولنه جوړه کړي او په دې سره څنګه کولای شو د هغو وګړو په شان، نړۍ ته څرګنده کړو چې څه شی مونږ بې ساري او پياوړي کولای شي. “دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د افغان بېسیم بنسټ اېښودونکي او د بیات ګروپ عمومي مشر کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: ”افغان بېسیم مخابراتي شرکت به مخابراتي ټکنالوژي رامنځته او په دې سره به د افغانانو ترمنځ پیاوړې اړیکې جوړې شي ــ او مونږ به وتوانیږو چې یوه ګډه او بریالۍ راتلونکې جوړه کړو.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com) ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube