Afghan Wireless Logo
Search

د فاریاب ولایت میمنه ښار کې د افغان بېسیم تر ټولو چټک 3.75G+ انټرنټي خدماتو پرانیستنه

نن په میمنه ښار کې د افغان بېسیم تر ټولو چټک 3.75G+ انټرنټي خدمات د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت استازو او لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شو. افغان بېسم مخابراتي شرکت په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو بنسټ ایښوودونکی او د غږیزو خدماتو وړاندې کوونکی مخکښ شرکت دی چې د افغانستان لرې پرتې سیمې یې یو بل سره نښلولي دي. د افغان بېسیم 3.75G+ انټرنټي خدمات په هېواد کې تر ټولو چټک انټرنټي خدمات دي چې د پلازمېنې څخه وروسته د قندهار، هلمند، ننګرهار، کڼړ، لغمان، فراه، قندز، بدخشان، تخار، نیمروز، خوست، مزارشریف، اروزګان، پکتیا، پکتیکا، زابل، هرات او دا دی اوس د فاریاب ولایت میمنه ښار خپل تر پوښښ لاندې راوستی دی او ګرانو هېوادوالو ته تر ټولو چټک انټرنټي خدماتو وړاندې کوي. هغه غونډه چې په همدې موخه د افغان بېسیم په سیمه ییز دفتر کې جوړه شوې وه، په هغه کې دولتي، خصوصي مسوولینو او د دې حوزې خبریالانو ګډون کړی وه، اوس د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي کولای شي چې په میمنه ښار کې تر ټولو چټک 3.75G+  انټرنټي خدماتو په کارولو په کم وخت کې ستر فایلونه واستوي او یا یې ترلاسه کړي او ټولو خدماتو ته لکه: ډاونلوډ، شریکول، ويډيويي خدمات او راڼه انټرنټي خدماتو ته لاسرسی ولري.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube