Afghan Wireless Logo
Search

د Ookla شرکت افغان بېسیم د افغانستان تر ټولو چټکې مبایل انټرنټي شبکې په توګه وپېژنده

کابل، افغانستان ــ۲۰۲۰ کال آګست۲۰

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، نن اعلان کوي چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت د Ookla شرکت له لوري د افغانستان تر ټولو چټکې مبایل انټرنټي شبکې په توګه د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې معرفي شوه.

Ookla شرکت راپور ورکړ چې افغان بېسیم په منځني توګه د خپل 4.75G+ LTE سرعت ۸.۳۲ ام بي پي اس ډاونلوډ او ۳.۷۴ ام بي پي اس اپلوډ دی او په دې سره یې د سرعت نمرې ۶.۸۱ ام بي پي اس دي چې د Ookla شرکت له لوري په افغانستان کې د مجوزه/تصدیق شوې شبکې په توګه وپېژندل شوه.

Ookla هغه شرکت دی چې په خورا کره توګه د انټرنټ سرعت څرګندوي او د شبکې فعالیت تشخیصوی شي.

”د Ookla شرکت له لوري د افغان بېسیم ټاکنه، د افغانستان تر ټولو چټکې مبایل انټرنټي شبکې په توګه دا څرګندوي چې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ټکنالوژي رهبرۍ او نوې شبکه سبب شوه چې افغان بېسیم د نړۍ غوره شرکتونو د خوښې وړ ملګري په توګه وټاکي .“  دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات, د بیات ګروپ مشر وکړه. ښاغلي بیات زیاته کړه:

مونږ دا ویاړ د خپلې شبکې له پراختیا وروسته ترلاسه کړ، په ځانګړې توګه زمونږ د 4G/LTE لوړ ظرفیت لرونکې شبکه د دوامداره هڅو پرمټ رامنځته شوه. مونږ دا پرمختګ د فزیکي نصب، د نوري فایبر شبکې پراختیا او د پوستکالي/ سافټویر سیسټمونو لوړولو په ګډون ترسره کړی دی.

د Ookla ارزونې له مخې د افغانستان مخابراتي شرکت شبکو ته په لاندې توګه نمرې ورکړل شوي دي.

افغان بېسیم          6.81

اتصالات افغانستان           5.43

ام ټی ان افغانستان             4.33

روشن                          2.83

افغان تلې کام                  1.70

ډېرو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ.

https://www.speedtest.net/awards/afghanistan/2020?award_type=carrier&time_period=q1-q2

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او په ۳۴ ولایتونو کې د ستر مایکرویف بکبون په درلودلو سره. مونږ د 4G LTE خدمتونو لومړنی شرکت، د راڼه غږ وړاندې کوونکی او د اپل له لوري تصدیق شوې شبکه او په افغانستان کې د ۴۰۰ وای فای هاټسپاټ لرونکې شرکت یو.

له کابو دوه لسیزو را په دیخوا، افغان بېسیم مخابراتي شرکت، د خپل نوښت پر مټ، دا شرکت په نړیوال کچه د راڼه غږ خدماتو په وړاندې کولو، د 4.75G+  انټرنټ په درلودلو او د مبایل له لارې د پیسو ورکړې خدمتونو په چمتو کولو سره په مخابراتي مارکیټ کې په چټکه وده کړې. مونږ یواځېنۍ مخابراتي شبکه یو چې د افغانستان ټول ولایتونه مو د خپل مایکرویف او نوري فایبر بکبون سره پوښلي دي.

همدا راز مونږ په لویو لارو لکه؛ کابل ـ هرات، کابل ـ مزار، کابل ـ تورخم، مزارـ هرات او کابل – فیض آبات کې دوامداره مخابراتي پوښښ آسانتیاوې وړاندې کوو.

تر اوسه پورې افغان بېسیم مخابراتي شرکت له ۵۰۰ میلیونو ډالر څخه ډيره پانګونه کړې او په دې سره یې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې رغنده رول لوبولی دی، دې شرکت ۶۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته په غیر مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر کړي.

نن مونږ له ۵ میلیونو څخه ډیر راضي پېرودونکي لرو. مونږ هره ورځ له ۵.۵ میلیونو څخه ډيرې اړیکې اداره کوو او میلیونونو افغانانو سره مرسته کوو چې نړۍ سره ونښلول شي.

 

 

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube