د افغان بېسیم د خوشبخت پچه اچونه ټولو هغو پیرودونکو ته ده چې تر اوسه یې خپل سیمکارټونه په برښنايي پېژندپاڼو نه دي ثبت کړي، کولای شي خپل سیمکارټونه د افغان بېسیم په نږدې څانګو کې په وړیا ډول راجسټر کړي. په بریالي توګه د سیمکارټ بیا راجسټریشن وروسته ، دوی به په اوتومات ډول پچه اچونه کې شامل شي او د حیرانوونکو نغدي جایزو ګټلو او میلیونر کیدو چانس به ترلاسه کړي.هغه پېرېدونکي چې د افغان بېسیم په خوشبخت پچه اچونه کې برخه اخلي لاندې بیلابیلو ډالیو ترلاسه کولو لپاره وړ دي:
اونیزه پچه اچونه: د خوشبخت 7 ګټونکي 10.000 افغانیو نغدي ډالۍ
میاشتنۍ پچه اچونه: د خوشبخت 1 ګټونکی د500.000 افغانیو نغدي ډالۍ
او د میلیونر کېدو پچه اچونه:د1 میلیون افغانیو ستره نغدي ډالۍ
100 ام بي انټرنېټ، 100 دقیقې او 100 لیکلي پیغامونه به په سملاسي توګه د سیمکارټ له راجسټریشن وروسته د 7 ورځو لپاره ترلاسه کړئ.
د خپل سیمکارټ د بیاځلي راجسټرولو لپاره، تاسو د لاندېنیو اسنادونو څخه یوه ته اړتیا لرئ.
مهمه یادونه:• هغه پیرودونکي چې راجستر شوي سیمکارټونه کاروي د پچې اچونې ډالیو ګټلو لپاره وړ دي.• ګټونکي ته به یواځې د 152 شمیرې له لارې خبر ورکړل شي.• خپل د سیمکارټ د ثبت او راجسټریشن د حالت معلومولو لپاره 477 ته زنګ ووهئ او یا *477# ډایل کړئ. تاسو ټولو ته د بریا هیله لرو.